د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې د افغان انویسټ ساختماني شرکت مسول شیر باز کمین زاده سره لیدنه وکړه او د شبرغان – الوان دښتې ۵۰۰ کېلوولټ پروژې چارو او تجهیزاتو چمتو کولو او را لیږد په اړه یې خبرې وکړې.
ډاکټر عبدالباري عمر د افغان انویسټ کمپنۍ مسول څخه مننه وکړه او د ځايي سب سټېشن، برېښنا لیږد مزي پایو او یادې پروژې نورو چارو پر چټکتیا یې ټېنګار وکړی.
د نوموړي په وینا، دا یوه ملي او پراخ بنسټه پروژه ده چې پر وخت بشپړونې ته اړتیا لري.