د کورنیوچارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین سفیر ژاو شېنګ سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین له سفیر سره د واخان دهلیز پر ستراتیژیک اهمیت، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د مسافر وړونکو الوتنو د زیاتېدو په اړه خبرې کړې دي.
همداراز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې همکارۍ پر لا پیاوړتیا او د عملي ګامونو پر اړتیا ټینګار کړی.