کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره لیدنه کړې.
کورنیو چارو وزارت وايي، چې دې لیدنه کې خلیفه سراج الدین حقاني د ایران نوي سفیر ته د ښه راغلاست ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې علیرضا بیکدلي به د افغانستان او ایران د اړیکو په لا پیاوړتیا کې مثبت او ګټور رول ولوبوي.
دغه راز کابل کې د ایران سفیر ویلي؛ افغانستان او ایران دوه ښه ګاونډیان او نږدې اړیکې لري، چې ګډ مشترکات به یې د دواړو هېوادونو د اړیکو لا پراختیا لامل شي.