د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د یوه ایراني شرکت له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې او نظرونه شریک شوي.
د یاد شرکت مسولینو ویلي؛ لېواله دي چې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.
دغهراز د اوبو او انرژي وزیر د اړینو همکاریو ډاډ ورکړی او ورڅخه یې غوښتنه کړې، چې د وزارت له تخنیکي ټیم سره د پروژو د ټاکلو او د پانګونې د څرنګوالي په اړه همغږي وکړي.
ملا عبداللطیف منصور ویلي؛ چې د دواړو لوریو د تخنیکي مسولینو ترمنځ تر همغږیو وروسته، د هوکړهلیک د لاسلیکولو او د عملي ګامونو د پلي کولو په برخه کې به وروستي اړین اقدامات ترسره شي.