د کابل والي ملا امین الله عبید د اوبو او انرژي وزیر مولوي عبداللطیف منصور سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر مولوي عبداللطیف منصور د کابل والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په کابل کې د روانو پروژو او راتلونکو پلان شوو پروژو په اړه خبرې کړي.
همدارنګه د کابل والي ملا امین الله عبید د اوبو او انرژي وزیر څخه د مننې ترڅنګ د کابل ښار په ولسوالیو کې بندونه (چکډېمونه) جوړول، د کابل ښاريانو ته پاکې اوبه برابرول او د اوبو ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې.
همدراز ملا امین الله عبید د اوبو او انرژي له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال لپاره په کابل کې د یادو ستونزو د حل لپاره نوې پروژې په پلان کې ونیسي.