د تخار په خواجه بهاوالدین ولسوالي کې د پښتنو، تاجک او ازبیک قومونو د ځمکو پر سر جنجال رامنځته شوی و، چې تر دې وړاندې هم د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند لخوا ټاکلي پلاوي سیمې ته سفر کړی وو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم له مخې یې دوی ته د یوه ښارګوټي ځمکه مشخصه کړه او د توزیع لړۍ یې پیل شوه، چې بیا د یو لړ ستونزو له امله د توزیع په بهیر کې خنډونه پیدا شوي وو.
د دې لپاره چې هلته د مېشتو خلکو موجوده ستونزې یو مخیزې اوارې شي، یو ځل بیا د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري ته دنده وسپارل شوه، تر څو یادې سیمې ته سفر وکړي او د دې موضوع په تړاو څېړنې وکړي او موضوع ته د پای ټکی کېږدي.
پر همدې اساس تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او مل پلاوي تخار ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت له والي، علماوو شورا، محکمې، استخباراتو، امنیه قومندان او ځینو نورو ریاستونو له رییسانو سره د یادې موضوع په هکله تفصیلي بحث وکړ، چې په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه، تر څو د یادې موضوع د څېړلو په موخه به اړوند ولسوالي ته سفر کوي او سیمه به له نږدې ګوري.
سیمې ته له سفر وروسته د تللي پلاوي او ولایتي مسولینو په ګډه فیصله کړې، چې له مخکیني وېش څخه پاتې شویو ازبیک او تاجک کورنیو ته به د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له ځانګړې شوې ١۵٠ جریبه ځمکې څخه د عام المنفعه ځایونو په نظر کې نیولو سره پینځه-پینځه بسوې ځمکه ورکول کېږي او دوی به خپل کورونه ورباندې جوړوي.
په دې سره د ځمکې پر سر د ازبیک او تاجک قومونو تر منځ راپورته شوی جنحال حل شو او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم په پوره ډول تطبیق شو.