د راپورونو له مخې؛ د امریکا په لاس انجلس کې د پراخه اورلګېدنې له امله ۱۱ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ زره کورونه او ودانۍ سوځېدلي دي. دغهراز زرګونه کسان بېکوره شوي هم دي.
د رویټرز د راپور له مخې، دې اور ۱۴ زره او ۱۰۰ هکټاره ځمکه سوځولې ده.
د لاس انجلس چارواکو ویلي، چې تر اوسه ډېری زیانمنو سیمو ته لاسرسی ستونزمن دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم زیات شي.
پر دې سربېره له ۳۰۰ زره ډېرو ځايي اوسېدونکو ته د وتلو او خپلو سیمو د پرېښودو امر او یا خبرداری ورکړل شوی.
د لاس انجلس پولیسو ویلي، چې د ښار په لوېدیځ کې په قصدي ډول اور لګېدلی او دوی د جرم په توګه دا قضیه څېړي او په تړاو یې یو شکمن کس هم نیول شوی دی.
ویل کېږي، دا کس هغو ځای ته نږدې نیول شوی، چې د تېرې سېشنبې په ورځ اور پکې لګېدلی و.
ځینې مسولینو بیا رسنیو ته ویلي؛ اوسمهال داسې هېڅ شواهد نشته، چې ګواکې دغه اور دې په قصدي ډول لګېدلی وي.
د راپورونو له مخې، ځايي پولیسو ۲۰ کسان له خالي ودانیو د غلا په جرم نیولي او په ځینو سیمو کې د شپې تګ راتګ منع اعلان شوی دی.
دا اور تېره سېشنبه لومړی مالیبو غونډیو ته څېرمه په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې لګېدلی و، خو وروسته د سختو بادونو او سیلیو له امله نورو سیمو ته هم پراخه شو.
د ځمکې او هوا له لارې د سلګونه اور وژنکو له هڅو سره-سره یاد اور له کنټروله ووت، خو تازه چارواکو د اور د کمښت او کنټرول خبر ورکړی دی.