د وینزویلا د ولسمشر په توګه د نیکولاس مادورو د درېیمي دورې له پيل سره سم د امریکا ولسمشر د نوموړي د نیولو لپاره ټاکل شوې جایزه له ۱۵ څخه ۲۵ میلیونه ډالرو ته لوړه کړه.
ښاغلي مادورو د وینزویلا د ټاکنو ملي شورا له قوله، د ۲۰۲۴ د جولای میاشتې په ټاکنو کې ۵۱ سلنه رایې ګټلې وې او د درېیم ځل لپاره د ولسشمر په توګه اعلان شوی وو.
نوموړي د درېیم ځل لپاره د ولسمشر په توګه لوړه کړې او تازه د امریکا، اروپايي ټولنې او برېتانیا له لوري له نویو بندیزونو سره مخ شوی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، نیکولاس مادورو د تېر زېږدیز کال ټاکنې نه دي ګټلي او د ولسمشر په توګه يې په رسمیت نه پېژني.
امریکا، اروپايي ټولنه او یو شمېر نور لوېدیځ هېوادونه مخالف نوماند اډمونډو ګونزالیز د ټاکنو ګډونکی ګڼي او مادرو په ټاکنو کې په درغلۍ تورنوي.
په وینزویلا کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان سره سم زرګونه کسانو د نیکولاس مادورو پر ضد لاریونونه پیل کړل.
دا لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې نیکولاس مادورو د ټاکنو د ګټلو ادعا وکړه، حال دا چې د حکومت مخالفینو ویل، چې د دوی نوماند اډمونډو ګونزالیز په اساني د ټاکنو لږ تر لږه ۷۰ سلنه رایې ګټلې دي.
د امریکا، برېتانیا او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو د بندیزونو او فشارونو سره-سره نیکولاس مادورو بیا هم د وینزویلا د ولسمشر په توګه تازه لوړه کړې ده.
مادورو له ۱۱ کاله راهیسې د وینزوئلا ولسمشر دی او په دې بریا سره یې حاکمیت ۶ کاله نور هم تمدید شو.