د افغانستان کرېکټ بورډ د کورني کرېکټ د کلني مهالوېش سره سم د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ نن پیل شوې.
د هېواد کورني کرېکټ پرمختګ څانګې له لوري نن شنبه په کندهار، ننګرهار، خوست او کونړ ولایتونو کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
په دې سیالیو کې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۶۰۰ لوبغاړو ګډون کړی، چې پایله کې به یې ۸ لوبډلې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لار ومومي.
دغه لوبې چې په ۵۰ اوریزه بڼه ترسره کېږي، د هېواد د بېلابېلو ولایتونو ۴۰ لوبډلې پکې ګډون لري، چې په اتو ګروپونو کې به هره لوبډله څلور لوبې ترسره کړي.
همدا راز هغه ولایتونه چې کرېکټ پکې زیات دی، سږ کال ورته د زون په کچه هم یوه بله لوبډله اضافه شوې ده؛ چې د سپین غر، مس عینک او بند امیر زونونه پکې شامل دي چې سربېره پر دې له کارکردګۍ لرونکو لوبغاړو یوه مشترکه لوبډله هم جوړه شوې ده.
د کلبونو په کچه ولایتي لوبې چې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې ترسره کېږي او ځلېدونکي لوبغاړي یې د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي لوبو ته لاره مومي، بلکې ځینې هغه ولایتونه چې د کلبونو په کچه لوبو کې یې ډېر ځلېدونکې لوبغاړي نه درلودل، د زون په کچه یوه لوبډله ورته جوړه شوې چې د دې ولایتونو ځلېدونکي لوبغاړي به په یاده لوبډله کې لوبه ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د وزیر محمد اکبر خان دویمې درجې ولایتي سیالیو غوره او ځلېدونکي لوبغاړي به د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته لاره مومي، کومې به چې له همدې لوبو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پیل او ترسره کیږي.