ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یو بیلاروسی شرکت غواړي هېواد کې د انرژي تولید پروژو کې پانګونه وکړي

د یوه بیلاروسي شرکت مسولینو د اوبو او انرژي وزارت د انرژي له مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسولینو له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

لیدنه کې د یاد معینیت یو شمېر رییسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسولینو هم ګډون درلود.

د یاد شرکت مسولینو ویلی؛ لېواله دي چې د ګاز، ډبرو سکرو، باد او لمر له سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب په افغانستان کې د یاد شرکت مسولینو پانګونې د لېوالتیا هر کلی کړی او هغوی ته یې د دغه وزارت له لوري د هر راز همکاري ډاډ ورکړی دی.