ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرنې وزارت د افغانستان کرنیزو محصولاتو ترانزیټي ستونزو حل په موخه غونډه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، پاکستان او اوزبیکستان ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو په ترانزیټي ستونزو حل په موخه غونډه شوې.

په دې غونډه کې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسولینو او د صنعت او سوداګرۍ او کرنی او مالداری خونو استازو ګډون درلود.

مولوي صدر اعظم عثماني د هېواد په اقتصاد کې د کرنیزو محصولاتو پر اهمیت، د سرتفیکټونو د صادرولو اصولو، ګمرکي تعرفو، ترانزیټي ستونزو او د صادراتو د اسنادو پر سموالي او بشپړتیا ټینګار کړی.

دغه‌راز نوموړي اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د شته ستونزو د حل لپاره قانوني او بیړني اقدامات وکړي.

ښاغلي عثماني ویلي، د دې ستونزو، په ځانګړې توګه د پاکستان او اوزبیکستان ترانزیټي لارې پر سر خنډونو حل کول به د صادراتو په زیاتوالي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

همدارنګه د غونډې په پای کې ګډونوالو ژمنه کړې، چې د ګډې همغږۍ او همکارۍ له لارې به د ترانزیټي ستونزو د کمولو او د افغانستان کرنیزو محصولاتو د صادراتو اسانولو لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړي.

دغه‌راز، د سرتفیکټونو صادرولو او ګمرکي تعرفو په بهیر کې د شفافیت او ښه والي پر اړتیا ټینګار شوی.

د یادونې وړ ده، چې دا هڅه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له هغو اقداماتو څخه ده، چې موخه یې د بزګرانو ملاتړ او د هېواد د کرنیزو عایداتو زیاتوالی دی.