ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغيس کې ۱۰ کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو، علماوو، قومي مخورو او د ځايي خلکو په هلو ځلو د دغه ولايت په دريبوم ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوې.

یاد وزارت زیاتوي؛ د یادې شوې شخړې د حل کولو پر مهال لومړی له ښکېلو لوریو سره بېلا بېلې ناستې وشوې، اختيار ليکونه ترې واخېستل شول او بيا يې ترمنځ د يوې عادلانه پريکړې له مخې هرې کورنۍ ته خپل حق وسپارل شو، چې په همدې سره يې د تېرو لسو کلونو اوږده جنجالونه پای ته رسېدلي.

همدارنګه د يادو دواړو کورنيو مشرانو د اسلامي امارت د مسولينو له لورې د شوې پرېکړې هرکلی کړی او د مننې ترڅنګ يې غوښتنه کړې، چې د هېوادوالو دې ته ورته شخړې دې هم دغسي په سوله یيزه توګه حل او فصل شي.