د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولینو، یتمیمانو کورنیو او کونډو ستونزو ته د رسیدو په موخه د معاشونو د ورکړې ترڅنګ له مستحقو سره مرستې هم کړې دي.
د دې وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش وایي، چې د روان کال له پیله تر دې مهاله د ملي او نړېوالو بنسټونو په همکارۍ په هېواد کې په ۵۰ زره یتیمو او معلولو کورنیو او کونډو نغدي مرستې او خوراکي او غیرې خوراکي توکي وېشل شوي دي.
نوموړی زیاتوي؛ هڅې کوي تر څو په ژمي کې پر اړمنو لا زیاتې مرستې ووېشي.
له بل لوري یو شمیر یتیمې او معلولې کورنۍ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرستو له وېش هرکلی کوي او د زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ویاند په وینا؛ اوس هم په هېواد کې په معلولینو، کوڼدو ښځو او یتمیمانو باندې نغدې پیسې، خوراکي او غیرې خوراکي توکي او نور اړین وسایل وېشل کېږي او دا لړۍ دوام لري.