ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیکا پوهنې ریاست لپاره د څه‌باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د سولر برېښنا سیستم جوړېږي

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست یا مرکزې هستې او د ټولو ولسوالیو د پوهنې امریتونو لپاره د یو میلیون، ۱۳۹ زره او ۹۶۴ افغانیو په ارزښت د سولر برېښنا سیستم جوړېږې.

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریس مولوي عبدالوکیل خالد ویلي، چې د سولر برېښنایي سیستم سره به نه یواځې د مرکزې هستې بلکه د ولسوالیو د امریتونو برېښنا نشتون ستونزې هم هوارې شي.

نوموړي زیاته کړې، له دې سره به د پوهنې سکتور کارونه لا ښه چټک، منظم او په خپل وخت ترسره شي.

دغه‌راز د یاد ولایت د پوهنې ریاست د تدارکاتو مدیر عزیزالله حیران ویلي؛ چې د ریاست یا مرکزې هستې او ولسوالیو د امریتونو لپاره یې د یو میلیون، ۱۳۹ زره او ۹۶۴ افغانیو په ارزښت د قرارداد چاري د یوه خصوصي شرکت سره چې ګټونکی شرکت دی، ترسره شوي او ډېر ژر به د برېښنا د نشتون ستونزه به حل شي.