ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمه ناسته؛ مولوي امیرخان متقي: باید ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي

د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارو تر مينځ د همغږۍ د لوړې کچې څلورمې ناستې ته د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي وينا!

تر هر څه لومړی د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د مشرتابه کچې څلورمې ناستې ټولو درنو ګډونوالو ته يو وار بيا د زړه له کومي ښه راغلاست وايم. هر کله راشئ. 

درنو حاضرينو، 

مونږ په داسې حال کې سره راټول شوي يو چې د الله تعالی په فضل په هېواد کې هغه جګړه پای ته رسېدلې چې څه باندې څلور لسيزې يې د افغانانو ژوند تريخ کړی، اقتصاد يې ځپلی او د ميليونونو افغانانو د بې کورۍ سبب شوې وه. 

اوس چې الحمد لله، جګړه نه شته، د دې وخت رارسېدلی چې ټولې هڅې د هېواد پر رغونې او پرمختګ متمرکزې شي. 

د افغانستان اسلامي امارت په خپل ټول توان هڅه کوي، چې هېواد بېرته پر خپلو پښو ودريږي او په بشري او پرمختيايي ډګرونو کې ځان بساينې ته ورسيږي. 

د نن ناستې له پاره چې د اقتصادي ثبات، روغتيا او تغذيې، تعليم، معيشت، غذايي امنيت او زراعت، له مخدره موادو سره مبارزې، اقليمي بدلون او اوبو، کډوالو او داخلي بې ځايه کېدنې، او د تصميم نيونې له پاره اړينو احصايو کومې نهه موضوعګانې غوره شوي، د افغانستان اسلامي امارت په ټولو ساحو کې او د خپلو امکاناتو په حدودو کې له منظم پلان سره سم فعاليت کوي. 

زه د دغو موضوعاتو جزئياتو ته نه داخلېږم، ځکه چې په تالار کې حاضر د سکتوري ادارو استازي به يې په اړه مفصل معلومات وړاندې کوي، خو د بېلګې په توګه يو څو موضوعاتو ته اشاره کوم: 

د اقتصادي ثبات په برخه کې د حکومت له خوا پر مخ وړل کيدونکو برنامو ترڅنګ د خصوصي سکتور د ودې او هڅونې له پاره شپه او ورځ کار کوي چې تر ټولو غوره ثبوت يې دا دی، چې د حکومت په رأس کې اقتصاد ته ځای ور کړل شوی او د رياست الوزرا اقتصادي معاونيت تر مشرۍ او لارښوونې لاندې اقتصادي کمېسیون له منظم پلان سره سم فعاليت کوي.

په دغو نږدې وختونو کې د صنعتي پارکونو له پاره ۳۲ زره هکتاره ځمکه ځانګړې شوې، ډېر کوچني کاروبارونه له ماليې څخه بيخي معاف شوي، او په عموم کې د ماليې اندازه د پخوا په پرتله په پام وړ توګه ټيټه شوې.

د افغانۍ ثبات ساتل شوی. د کاروبارونو د تمويل له پاره د کوچنيو پورونو پینځو ادارو ته جواز ور کړل شوی او پینځه نور جوازونه تر کار لاندې دي. 

په هېواد کې د مخدره موادو د کښت، قاچاق او کارونې پر ضد مبارزه، او د مخکېنيو معتادينو درملنه په بريالۍ توګه پر مخ روانه ده. 

په همدې توګه د اقليمي بدلون، اوبو مديريت، زراعت او غذايي امنيت په برخه کي لويې پروژې د تطبيق په حال کې دي چې په بشپړېدو سره به يې په اړوندو ډګرونو کې د لوی بدلون شاهدان يو.

سږ کال له داخلي بودجې څخه د څه باندې ۴۰۰ چکډېمونو جوړولو کار روان دی چې تر نیمایې زیات جوړشوي او د پاته هغو به هم په څو مياشتو کې کارونه بشپړ شي. 

خپل وطن ته له ګاونډيو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو د ښه راغلاست او له هغوی سره د مرستې له پاره د اړوند کېسیون تر مشرۍ لاندې دوامدار کار روان دی چې د نورو خدماتو تر څنګ هرې راستنېدونکې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ور کول کيږي.

دا ډول اوږد مهاله برنامې د هېواد په تاريخ کې بې ساري دي. 

مګر، په هېواد کې څو لسيزې جګړه تېره شوې چې له کبله یې اوښتي زيانونه دومره ستر او ژور دي، چې د حکومت اوسني مالي امکانات يې د جبران له پاره کفايت نه کوي، او په لنډ مهال کې نړيوالو مرستو ته اړتيا پر خپل ځای پاتې ده. 

درنو حاضرينو، 

مونږ دا درک کوو چې افغانستان يوازېنی هېواد نه دی چې بشري او پرمختيايي مرستو ته اړتيا لري، بلکې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د جګړو او طبيعي پېښو له کبله شديدې اړتياوې شته او د زياتېدو په حال کې دي. 

خو افغانستان له نورو هېوادونو سره يو توپير لري، او هغه دا چې افغانستان نور په جګړه کې ښکېل هېواد نه دی، بلکې له جګړې وروسته حالت کې قرار لري، او مرسته ور سره کول، د پانګونې او د سبا ورځې د اړتياوو د ختمونې په معنی ده. 

سره له دې چې د خلکو د اړتياوو او لومړيتوبونو تفصيلات به په خپل وخت په نورو ناستو کې د اړوندو سکتوري ادارو له خوا شريکيږي، خو په عمومي ډول لاندې نکاتو ته اشاره کول غواړم: 

د دې له پاره چې له نړيوالو مرستو څخه اعظمي استفاده وشي، په کار ده چې د مرستو وېش د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره عيار شي، او په دې برخه کې روانه همغږي نوره هم پياوړې شي.

په ځانګړي ډول:

له ګاونډيو هېوادونو د راستنېدونکو هېوادوالو دايمي ميشتول.

کروندګرو ته د مخدره موادو بديل معيشت برابرول. 

د اقليمي بدلون په برخه کې نړيوالو مالي صندوقونو ته د افغانستان لاسرسی او په اړوندو فورمونو کې د افغانستان استازيتوب يقيني کول. 

د روغتيايي سکتور حمايه، په ځانګړې توګه د سرطان د درملنې د ملي مرکز تجهيز

 د افغانستان له لومړيتوبونو سره سم د ماين پاکۍ برخې ته توجه کول. 

هڅه دې وشي چې د مرستو ډول له بشري څخه نيمه انکشافي او پرمختيايي مرستو لور ته تغير وکړي. ځکه چې بشري مرستې يوازې د عاجلو حالاتو اړتيا وي، او اوږدمهالې اړتياوې له مينځه نه شي وړلی. 

هڅه دې وشي چې مرستې د کار په بدل کې او په اوږدمهالو زيربنايي سيستمونو ولګول شي. 

هڅه دې وشي چې د امکان تر حده له داخلي توليداتو او داخلي مارکېت څخه استفاده وشي تر څو د مرستو مثبت اغېز نور هم زيات کړل شي. 

په پای کې د اسلامي امارت په استازيتوب يو وار بيا ټولو ادارو ته د همکارۍ ډاډ ورکووم.