د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان مرستیال ډاکټر مایک ریان او له جینوا څخه راغلي لوړ رتبه پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د روغتیايي سیستم په پراختیا، له ساري ناروغیو سره په مبارزې، د پولیو لابراتوار په ظرفیت لوړونې او په هېواد کې د پولیو ناروغۍ په محوه کولو خبرې شوې دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشر اډوین سینیزا سلواډر، د ختیځې مدیترانې حوزې د پولیو سره د مبارزې مسول ډاکټر حامد جعفري او له جینوا څخه راغلي مل استازي شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي جلالي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، د سپینو ساحاتو لپاره د خدماتو په رسولو، د ساري ناروغیو سره په ګډې مبارزې او په کابل کې د پولیو لابراتوار د چارو د لا ښه والي ترڅنګ د شته پرسونل په ارتقا ظرفیت هر اړخیزې خبرې کړې دي.
ښاغلي جلالي د روغتیايي خدماتو د پراختیا اړوند ویلي، روغتیايي خدمات باید داسې عیار شي چې د ولسونو اړتیاوو ته په سمه توګه ځواب ویونکي اوسي ترڅو د خلکو ستونزې حل او د ساري او غیر ساري ناروغیو سره مبارزه لا پیاوړې شي.