ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي صدراعظم عثماني او د شاتو مچیو روزنکو ټولنې رییس لیدنه؛ د شاتو تولید کچې په لوړولو خبرې شوي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د افغانستان د شاتو مچیو روزنکو ټولنې له رییس شاه‌جهان سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د شاتو د صنعت د پراختیا، د تولید د زیاتوالي، د شاتو د کیفیت د ښه‌والي، د صادراتو او وارداتو، د شاتو د پلور لپاره د بازار موندنې او په بېلابېلو ولایتونو کې د بیر ونو د کرلو په اړه خبرې وشوې.

د دې خبرو موخه د شاتو د تولید کچه لوړول وو.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې لیدنه کې د دې سکتور د ملاتړ ترڅنګ وویل، د کرنې وزارت په بشپړه توګه د شاتو د صنعت د پراختیا لپاره کار کوي او موسسې هم هڅوي چې دې برخې ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه ښاغلي عثماني د اماراتو او عربستان د خلکو یادونه وکړه، چې د افغان شاتو کارولو سره ډېره لېوالتیا لري او د طبیعي شاتو په تولید یې ټینګار وکړ.

نوموړي د ټولنې له رییس څخه وغوښتل، چې خپلې چارې د وزارت سره په همغږۍ مخ ته یوسي.