د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ ولایتي ریاستونو ته د تابعیت پیژندپاڼو د اصلاح په تړاو د ورکړل شویو صلاحیتونو سره سم په تېره یوه اونۍ کې دوه زره او ۶۱۶ کسانو ته اړوند اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.
یادې ادارې مراجعینو ته د اسانتیاوو په موخه (د روانې مرغومي میاشتې په ۲۰مه) په تابعیت تذکرو کې د اصلاحي خدمتونو ځینې مهم او اړین صلاحیتونه خپلو ولایتي ریاستونو ته ورکړي و.
په عین شهرت له یوې د زیاتو پیژندپاڼو لغوه کول، د عمر اصلاح، د نوم بدلون، د املايي تېروتنو اصلاح، د تخلص درج، حذف یا اصلاح، د مختاړي او وروستاړي زیاتول یا لرې کول، د الکترونیکي پیژندپاڼو او ځینې نور هغه خدمتونه چې اوس مهال د وخت له ضایع کېدو او سرګردانۍ پرته په ولایتونو کې ترسره کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره تل هڅه کوي، چې هېوادوالو ته پر وخت، چټک او د وخت له ضایع کېدو پرته اړوند خدمتونه وړاندې کړي، چې ولایتي ریاستونو ته د اصلاحي خدمتونو د صلاحیتونو ورکول، په بېلابېلو ولایتونو کې د میوند بانک څانګو پرانیستل او بېلابېلو ولسوالیو ته د الکترونیکي پیژندپاڼو د وېش څانګو پراخول یې ښکاره بېلګې دي.