ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سترې محکمې قضايي پلاوي د ایران د کورنیو چارو وزارت له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي پلاوي ایران ته د سفر پر لړ کې یکشنبه (۱۸/۷/۱۴۴۶ هـ ق) د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو له مرستیال او د یاد وزارت د کډوالۍ ملي سازمان له رییس سره لیدنه کړې.

د سترې محکمې قضايي پلاوي په دې لیدنه کې له ایران څخه مننه کړې، چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې مېلیونونو افغانانو ته په خپله خاوره کې پناه ورکړې.

یاد پلاوي د ایران له مسولینو یې غوښتنه کړې، چې په یاد هېواد کې افغان کډوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د هغه افغانانو اقامت تمدید کړي چې د سرشمارۍ او نور اړوند پاڼې لري.

د سترې محکمې د قضايي پلاوي مشر شیخ عبدالمالک حقاني د انساني قاچاق او نشه یي توکو د مخنیوي په اړه ویلي؛ افغانستان د انساني قاچاق او نشه یي توکو اړوند بانډونو پر وړاندې مبارزې برخه کې پوره همکارۍ ته ژمن ‎دی او په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ځانګړي فرمانونه هم صادر کړي دي.

دغه راز شیخ حقاني د ایران له مسولینو غوښتنه کړې، چې د ایران په ځینو ښارونو کې د افغان کډوالو پر بانکي حسابونو وضعه شوی بندیز له منځه یوسي او له دوی د تېرو کلونو غوښتل شوي مالیات دې معاف شي.

په دې سربېره دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدونو پر مدیریت، په ایران کې د مافیايي ډلو لخوا د یو شمېر افغانانو د تښتونې د مخنیوي، افغانستان ته د یو شمېر هغه ګروګان ګیرانو (برمته کوونکو) انتقال چې د ایراني امنیتي ځواکونو لخوا نیول کېږي او یو شمېر نورو مهمو مسایلو تفصیلي خبرې کړي دي.

د سترې محکمې اداري مرستیال د سرحدونو مدیریت برخه مهمه وبللې او ویلي يې دي، د افغانستان اسلامي امارت اړوند ارګانونو د سرحدونو مدیریت لپاره تل هڅې کړې او دې برخه کې هر ډول لازمې همکارۍ لپاره تیار دي.

نوموړي له ایراني مسولینو غوښتنه کړې، چې په ایران کې د هغه مافیايي ډلو مخه ونیسي چې یاد هېواد کې یو شمېر افغانان تښتوي او بیا یې د خوشي کېدو په بدل کې له کورنیو د ډېرو پیسو غوښتنه کوي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال او د کډوالۍ ملي سازمان رییس په خپلو خبرو کې د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې قضايي پلاوي ته تر هرکلي وروسته ډاډ څرګند کړی، چې ایران کې به د مافیايي ډلو د مخنیوي لپاره ځانګړې هڅې کوي.

دغه راز د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال د سرحدونو د مدیریت برخه کې د افغانستان اسلامي امارت هڅې ستایلي او په دې برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کړې.

نوموړي د دواړو هېوادو ترمنځ په امنیتي برخو کې د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه افغانستان ته د ایراني امنیتي پلاوي د سفر وړاندیز هم کړی.