ډونالډ ټرمپ د امريکا د ۴۷م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.
نوموړي د ولسمشر په توګه پخپله لومړنۍ وینا کې د ناقانونه کډوالو په اړه ویلي، چې هغوی دې ونیول شي او بېرته دې خپلو هېوادونو ته واستول شي.
ټرمپ زیاته کړې، چې هېواد به یې د واکمنۍ پر مهال جګړې پای ته ورسوي او په نورو جنګونو کې به له ښکېلتیا څخه ډډه وکړي.
د ډونالډ ټرمپ په وینا؛ امریکا به په راتلونکو څلورو کلونو کې د نړۍ تر ټولو پیاوړی پوځ جوړ کړي.
د نړۍ ګڼو رهبرانو هغه ته مبارکي ویلې، د همکارۍ ډاډ یې ورکړی او د پرمختګ هیله یې څرګنده کړې ده.
د امریکا په تاریخ کې له ۱۸۹۰ م کال وروسته لومړی ځل دی، چې په ټاکنو کې ماتې خوړلی ولسمشر دویم ځل بریالی کېږي او د ولسمشر په توګه لوړه کوي.