د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د نیمروز له والي شیخ محمد قاسم خالد سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په یاد ولایت کې د حکومتولۍ، امنیت او ټولنیز وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، د نیمروز مجاهدین او مسولین خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ نه ستړي کېدونکي هڅې کوي او د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمانونو او لارښوونو پلي کېدو ته چمتو دي.
د نیمروز والي د څښاک اوبو د کمبود ستونزې حلولو، د اوبو د بندونو او د مدرسو او ښوونځیو د جوړولو په برخه کې د یاد ولایت د خلکو غوښتنې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا اداري مرستیال سره شریک کړل.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د نیمروز د مسولینو فعالیتونو او کړنو ستایلو ترڅنګ ویلي، د امنیت ټینګښت او هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي چې اړوند مسولین به یې د شته امکاناتو په محدوده کې په اړه لازم اقدامات وکړي.