د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون په نوبتي غونډه کې په کلني راپور خبرې وشوې.
غونډه د ياد کمېسيون مسول او د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
غونډه کې د امنيتي او تصفيوي چارو مرکزي کمېسيون اکثرو غړو ګډون درلود، په کلني راپور، چې په مهمو امنيتي او استخباراتي موضوعاتو چمتو شوی، په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
چمتو شوی راپور به ډير ژر د ياد کمېسيون له رسمي ادرس څخه خپور شي.