د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر دکتور مُردِف القاشوطي لیدنه کړې.
بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو، افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.