د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپلې کاري دفتر کې د سمنګان له والي ملا شعیب رسالت سره لیدنه کړې.
یاد وزارت وايي، په دې لیدنه کې د سمنګان ولایت روغتیايي خدمتونو پر څرنګوالي، د ولسوالیو پر کچه روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ستونزو د حل اړوند بحث او خبرې شوې دي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د هېواد لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته د روغتیايي خدمتونو رسول او د دې برخې پراختیا له خپلو لومړیتوبونو بللي او ویلي يې دي؛ هڅه مو شروع کړې، چې د روغتیايي خدمتونو پراختیا او ولسونو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې معیاري عمومي روغتونونه جوړ کړو، ترڅو د هېواد ټولو وګړو ته په مساویانه توګه معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
بل لور د سمنګان والي د روغتیايي خدمتونو پراختیا مهم ګام یاد کړی او په دې برخه کې یې د روغتیا وزارت رهبرۍ هڅې ستایلي دي.