ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس: زندانیانو ته د اړتیا وړ برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوي

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان سفیر محمد سعید الهیاش، د افغانستان لپاره د اندونیزیا له سفیر بودي راچمت سوریاساپوترا او مل پلاوو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو د بل سره د همکاریو او د زندانیانو لپاره د خدمتونو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس د دې لیدنې په ترڅ کې د محمد سعید الهیاش او بودي راچمت سوریاساپوترا په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د زندانیانو حق باید په دولت او سیاست پورې ونه تړل شي، هغوی ته د زده کړو، روزنو، ښه چلند کولو، غوره خدمتونو او اسلامي او بشري حقونو برابرولو ته جدي پاملرنه وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري، مسولین او پرسونل په اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

دغه راز مولوي محمد یوسف مستري د راغلي پلاوي سره په خبرو کې د زندانیانو لپاره د تغذیې، د ښځینه امېدوارو محبوسینو او د هغوی د ماشومانو لپاره چې عمرونه یې کم او د دوی سره په محبس کې اوسېږي د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه د ځانګړي خواړو ځنځیر برابرولو، روغتیایي تجهیزاتو او درملو، د مسلکي زده کړو لپاره د خامو موادو، د ښځینه محبوسینو او محجوزینو لپاره د مسلکي زده کړو، روزنو، ورکشاپونو او د یو شمېر زندانونو په اړینو ځایونو کې د جوماتونو د رغولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز او د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر هم د زندانونو چارو د سمون د ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او ژمنه یې کړې، چې د اړوندو یادو شویو برخو په اړه به د یاد مرکز او اړوند هېواد د چارواکو سره خبرې وکړي.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس د پلاوي په ملګرتیا د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس، مرکزي محبس او ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې، چې نوموړو په دې لیدنو کې د غوره چوپړتیاوو د برابرولو په پار خوښي څرګنده کړې ده.