نن، چهار شنبه له غرمې مخکې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي په خپل کاري دفتر کې د اوچا له سرپرستې رییسې سنجانا قاضي، د اوچا مرستېال محمد زید خاطر او د اړیکو د مسول شمس خلیلي سره لیدنه وکړه.
ملا نورالدین ترابي د اوچا د دفتر راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، خوښ یو چي یو د بل سره همکاري کوو، موږ تل هڅه کړې چې د بېلابېلو سازمانونو او موسسو کارونه په چټکۍ سره خلاص کړو، تر څو خلګو ته پر وخت مرسته ورسول شي.
نوموړي همداراز د خپلې ادارې له لوري ټولو مرستندویه ادارو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اوچا د دفتر رییسې سنجانا قاضي وویل؛ د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې په کارونو کې چټکتیا روښانه ده او موږ له تاسو څخه مننه کوو چې کارونه مو په چټکۍ روان کړي دې.
سنجانا قاضي زیاته کړه، د تېرو کلونو په پرتله به په راتلونکي کال کې د پېښو د مدیریت او بشرې مرستو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي.
سنجانا قاضي وویل، تېر کال موږ په افغانستان کي درې میلیارده ډالره په بشري مرستو او د اساسي اړتیاوو په برخه کي مصرف کړي دي او سږکال مو د ۲.۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده، چي تر وسه مو ۸۳ میلونه ډالره ترلاسه کړي دي.
په ورستیو کې دواړو لوریو پر ګډه د ستونزو په له منځه وړلو ژمنه وکړه.