ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هرات کې اته کلنه شخړه حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي؛ د هرات ولايت په کشک کوهنه ولسوالۍ کې د نورزي قوم د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې له دواړو لوريو څخه په کې دوه تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان او ګڼ مالي تاوانونه اوښتي وو.

د دغې شخړې د هواري په موخه د هرات د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس يادې ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د قومي مشرانو، علماوو او اسلامي امارت ځينو مسولينو په ملتيا يوه لويه غونډه را بللې، موضوع یې څېړلې او ښکېل لورې يې روغې جوړې ته راضي کړي دي، چې په همدی سره يې د مسولينو لخوا شوې پرېکړه منل شوې او سره غاړه غړۍ شوي دي.

ورته مهال د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولينو او ځايې خلکو په هڅو د ځمکې د ملکيت پر سر هغه دوه کلنه شخړه پاي ته رسولې، چې له امله يې دواړو کورنيو ته مالي تاوانونو اوښتي وو او له سوله ييز ژوند څخه بې برخې وې.

دغه کورنۍ چې د راپورته شويو جنجالونو څخه په تنګ راغلې وې د جرګه کوونکو پرېکړه یې منلې او له دښمنۍ څخه لاس په سر شوي دي.