ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د قطر شارژدافیر: د دوحې او کابل تر منځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۴مه پخپل کاري دفتر کې کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر دوکتور مُردِف القاشوطي سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او دوحې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراخولو په تړاو خبرې کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د مذاکراتو پر مهال د قطر له کوربه توب څخه مننه کړې او د قطر له دولت او پانګوالو یې غوښتي، تر څو په افغانستان کې د پانګونې له موجودو فرصتونو استفاده وکړي او په دې اړه اسلامي امارت د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

د قطر شارژدافیر مُردِف القاشوطي ویلي، چې قطر له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو پراخولو ته لېواله دی.

ښاغلي القاشوطي زیاته کړې، چې دوی د دوحې او کابل تر منځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوي.

همدا راز به د قطر دولت له لوري په نږدې راتلونکي کې د کندهار په میرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو کارونه هم عملاً پيل شي.

د نوموړي په وینا؛ قطر له افغانستان سره په تعلیمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او همدارنګه به له افغانانو سره د مرستو په موخه په کابل کې د قطر خیریه بنسټ هم فعالیت پيل کړي.