د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د برېتانیا د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډېکسن سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د اسلامي امارت او برېتانیا د سیاسي اړیکو او له افغانانو سره د ياد هېواد پر بشري مرستو خبرې شوې.
په پيل کې ښاغلي ډیکسن ویلي، چې لندن په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړې، چې د برېتانیا حکومت هوډ لري، ترڅو د اقلیمي بدلون مدیریت او د اغېزو کمولو لپاره له افغانستان سره مرسته او همکاري وکړي.
د برېتانیا د سفارت شارژدافیر ټینګار کړی؛ اړتیا ده چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې برخه شي او د خبرو او بحث له لارې شته ستونزې حل شي.
مولوي ذاکر الله ذاکر د افغانستان لپاره د برېتانیا شارژدافير ته ښه راغلاست ویلی او له افغانانو سره یې د یاد هېواد بشري مرستې مهمې ګڼلې دي.
ښاغلي ذاکر ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره مثبت تعامل غواړي او خبرو ته لومړیتوب ورکوي.
د نوموړي په وینا؛ دا مهال افغانستان د اقلیمي بدلون له شدیدو زیانونو سره مخ دی او په دې برخه کې یې د نړیوالو د مرستو او مسولیت یادونه کړې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر لوی رییس ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت دریځ روښانه دی او اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم لوري پر ضد وکارول شي او همدارنګه افغان حکومت پخپلو ژمنو عمل کړی دی.
د مولوي ذاکر په وینا؛ پر اسلامي امارت نیوکې او تاوتریخوالي ته لمن وهل د حل لاره نه ده، ښه به وي چې نور هېوادونه خپلې اندېښنې په مستقيم ډول له افغان حکومت سره شريکې کړي.