دغه ناسته د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د انرژي مرستیال ملا عبدالهادي یعقوب، د ټاپ نړېوالې پروژې د ډيپارټمنټ رییس مراد آرتیکوف، په افغانستان کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د یاد وزارت د یو شمېر رییسانو او د ترکمنستان هېواد د یو شمېر مسولینو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
ناسته کې د اوبو او انرژي وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د مخینې او د دواړو لورو ترمنځ دوه اړخیزې همکارۍ ستایلي دي او د دواړو لورو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او دوام یې ټینګار کړی.
ښاغلي منصور د ترکمنستان-افغانستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي پروژې له پرمختګ څخه په ښه توګه یادونه کړې او همدارنګه د TAP نړیوالې پروژې ارزښت ته په اشارې سره د هغې د عملي چارو پر چټکوالي باندې ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د دغې پروژې د پلي کولو لپاره اړین چمتووالی لري او د پروژې له نورو اړخونو څخه هم تمه لري چې ډېر ژر د همغږي او تخنیکي غونډو په ترسره کولو سره د دغې پروژې عملي چارو د پيل په موخه زمینه چمتو کړي.
په ورته مهال، د ټاپ نړیوالې پروژې د ډيپارټمنټ رییس مراد آرتیکوف هم د دغې پروژې د پلي کولو لپاره د ترکمنستان هېواد د بشپړ چمتووالي په هکله خبر ورکړی او یادونه یې کړې، چې د دې پروژې د چارو د پرمخ وړلو په موخه د لارې د یوې نقشې مسوده یې هم چمتو کړې، ترڅو د تصویب او وروستي کولو وروسته له هغې سره سم عملي ګامونه پورته شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ناسته کې په افغانستان کې د ټاپ پروژې سکرټریت د رامنځته کېدو په هکله هم بحث او د اندونو تبادله شوې او د دواړو لورو د تایید وړ هم وګرځېده.
همدارنګه هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکې کې درې واړه هېوادونه (ترکمنستان، افغانستان او پاکستان) به د ټاپ پروژې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړي.