د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان هېواد له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ په بېلابیلو برخو کې د اړیکو په پیاوړتیا او د راتلونکي ۱۴۴۶ هـ ق کال د حج پروسې د اسانتیاوو په موخه هر اړخیزې خبرې کړې دي.
په پیل کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر، فیصل بن طلق البقمي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په کابل کې د ده د نوې ماموریت (ډیپلوماسۍ) د پېل په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ژورو اسلامي او تاریخي اړیکو پر مخېنه، د اسلامي هېوادونو په یووالي، او له اسلامي امارت سره د اړیکو د لا پراخیتا په برخه کې بشپړ بحث کړی.
ښاغلي ثاقب همداراز ویلي، سعودي عربستان د اسلامي نړۍ د یووالي او د مسلمانانو د راټولیدلو مهم ادرس دی او د نورو اسلامي هېوادونو ترڅنګ یې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې مرسته او همکاري کړې ده.
نوموړي په ځانګړي ډول د حج او عمرې په برخه کې هغه اسانتیاوې چې دوی یی د حاجیانو او معتمرینو لپاره برابروي د ستاینې وړ بللي او غوښتنه یې کړې، چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره د حاجیانو سهمیه زیاته کړي، د عمرې په چارو کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي او په سعودي عربستان کې د افغانستان هغه اوقافي ځمکې چې د حرم شریف په پراخوالي کې داخلي شوې دي په عوض کې حرم شریف ته نږدې بدیل ځمکه یا ودانۍ راکړي.
ورپسي فیصل بن طلق البقمي د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د غوښتنو او وړاندیزونو د عملي کولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی او د خپلو خبرو په دوام یې د اسلامي امارت په کړنو او لاسته راوړنو خوښي ښودلې.
نوموړي زیاته کړې، موږ د افغانستان له اسلامي امارت سره ښې او مثبتې اړیکې غواړو او په راتلونکي کې به د دغو اړیکو د پیاوړیتا لپاره په ګډه کار وکړو او همداراز یې د حج پروسې په وروستیو کلونو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لخوا په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو د ښه مدیریت او هلته د حج په چارو کې له ښکیلو ادارو سره د ښې همغږۍ ستاینه کړې .