د کانونو او پټرولیم وزارت وايي؛ ملا هدایت الله بدري د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د دره نور سیمې د مرمر ډبرو کان تړون د ترکیې هېواد د امي اوغلو د استخراج، پروسس او سوداګریز شرکت له مرستیال موسی امي اوغلو سره د ۶.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د درې کیلو مټره مربع په مساحت سره د ۳۰ کلونو لپاره د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي یو شمېر رییسانو او رسنیو په شتون کې د سه شنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې لاسلیک کړ.
په دې اړه د جوړې شوې غوڼدې ګډونوالو ته ملا هدایت الله بدري د یاد کان د تړون په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي؛ خوښ یم چې نن د یوې سترې پروژې چې د کندهار ولایت په دره نور سیمې کې موقعیت لري تړون یې له ترکي شرکت (امي اوغلو) سره لاسلیک کوو.
یاد وزارت زیاتوي؛ د دې تړون په لاسلیک سره به د هېواد سلګونو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي او د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته د طبي او تعلیمي برخو سربېره نور ګڼ شمېر ټولنیز خدمات وړاندې شي.
د امي اوغلو شرکت مرستیال هم د دې پروژې د اهمیت په اړه خبرې کړي او د افغانستان اسلامي امارت، په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه یې مننه کړې او ویلي یې دي؛ د ایستنې او پروسس وروسته به موږ د افغانستان مرمر نړۍ ته معرفي کړو، چې دا د دواړو هېوادونو خلکو او حکومتونو په ګټه ده.