ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو له فابریکې څخه لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات کې د غالۍ جوړولو فابریکو له یوشمېر پانګوالو او سوداګرو سره د لیدنې پر مهال دوی په هېواد کې دننه پانګونې ته هڅولي دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په هرات کې د غالیو جوړولو د دې لویې او معیاري فابریکې فعالیت د ټولو هېوادوالو لپاره د ویاړ ځای یاد کړ او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې به افغاني غالۍ د نورو هېوادونو په نامه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته لېږدول کېدې، چې اوس الحمدلله د دې او دېته ورته نورو فابریکو تولیدات د افغانستان په نامه بهر ته صادرېږي.
په دغه لیدنه کې پانګوالو او سوداګرو له اقتصادي مرستیال سره د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ځینې ستونزې شریکې کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال پانګوالو او سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره هر ډول همکاري ته چمتو دی.