ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یو ډول معیاري خدماتو وړاندې کېدو په موخه پینځه کلنه ملي پالیسي جوړه شوه

د عامې روغتیا وزارت وايي؛ د دې وزارت نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ د تشریح کولو ورکشاپ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د یاد وزارت مرستیالانو، مرکزي او ولایتي رییسانو، د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تایب، د ملي دفاع او پوهنې وزارتونو استازو د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د حکمونو او فرمانونو د تعقیب نظارت لوی ریاست د تفتیش مرستیال مولوي محسن هاشمي او د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسولینو او استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ټولو هېوادوالو ته د برابر او معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د روغتیا وزارت له لوري د راتلونکو پینځه کلونو لپاره نوې جوړه شوې ملي پالیسي خورا اړینه وبلله او دا یې د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا د روغتیا په برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

د عامې روغتیا وزیر وویل؛” د یادې پالیسۍ پر مټ به شته امکاناتو ته په کتو له خپلو کاري شریکانو سره د منظمو اصولو او ګډې همغږۍ له لارې روغتیايي برخه کې پر مخ ځو او د ولسونو هوساینې لپاره به ټول لومړیتوبونه د دغه پالیسۍ له مخې ټاکل کېږي. “

مولوي نور جلال جلالي دغه راز زیاته کړه؛ هڅه کوو چې د هېواد ټولو اوسېدونکو ته یوشان معیاري خدمات وړاندې کړو، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره یو منظمې او ملي پالیسۍ ته اړتیا وه، چې له نېکه مرغه روغتیا وزارت وتوانېد په لومړي ځل د خپلو داخلي متخصصینو په مرسته دا پالیسي جوړه کړي، چې له مخې به یې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره د هېواد ټولو وګړو ته د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کېدو ترڅنګ دې برخه کې ګڼ شمېر پرمختګونه ترسره شي.

په دې غونډه کې همداراز د عامې روغتیا وزارت روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي د یادې پالیسۍ پر محتویاتو په اړه وویل؛ په دغه پالیسۍ کې به په اووه عمده برخو کار کېږي، ترڅو موږ وکولی شو خپل لومړني، دویمي او درېمي (ثالثي) خدمات لا معیاري کړو.

بل لور د چارو ادارې د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب په منظمه توګه د چارو ترسره کولو لپاره د پالیسۍ شتون اړین وباله او په همدې موخه یې د روغتیا وزارت نوې جوړه شوې ملي پالیسي د روغتیايي برخې پیاوړتیا او پراختیا لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وبلله.

د یادې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رییس ډاکټر سید رسول منګل د دغه پالیسۍ جوړولو په کړنلارو او مراحلو هر اړخیزه وینا ترسره او د دې پالیسۍ د پلي کېدو برخه کې یې د لا زیات کوښښ او ژمنتیا ډاډ څرګند کړ.