ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوزبیکستان له لومړي وزیر سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند اوزبیکستان ته د خپل سفر پر مهال د اوزبیکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره لیدنه کړې.

د دغه لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو هوکړه لیکونو پر عملي کولو خبرې کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال د اسلامي امارت بهرني سیاست ته په اشارې سره ویلي،؛ د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو په اړه  د اسلامي امارت سیاست بې‌طرفه او د نه مداخلې پر اصولو ولاړ دی او له دوی څخه هم همدې اصل ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه لري.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړې؛ اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کر، تولید، کارولو او قاچاق پر ضد جدي مبارزه کړې ده او  ګاونډیو هېوادونو ته یې د هغه د قاچاق مخنیوی کړی دی.

اسلامي امارت ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او له دغه هېواد څخه دوی ته کوم تهدید نشته.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا یوه مهمه او اساسي موضوع بللې او اوزبیکستاني لوري ته یې بلنه ورکړې، څو د مزارشریف–هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې اوزبیکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي.

د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ په دې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.

همداراز ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ لویې لارې د دویم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړه.

نوموړي ویلي، د دې تونل له لارې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلول کیږي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال اوزبیک لوري ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت له اوزبیکستان سره ټولو امنيتي، اقتصادي او کلتوري اړيکو ته ژمن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختيا غوښتونکی دی.

ملا عبدالغني برادر اخوند د دواړو لورو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو هوکړو پر عملي کولو او همدا راز د کابل او تاشکند ترمنځ د بنسټيزو پروژو، سوداګرۍ، ترانزیټ، سیمه ییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه پر ګډ کار کولو ټینګار کړی.

ورپسې د اوزبیکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، اوزبیکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شوو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو له پاره به یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکړي.