ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون وکړ

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د کب میاشتې په شپږمه نېټه د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال یاد کنفرانس ته د خپلو خبرو پر مهال وویل؛ اوبه د الله تعالی یوازینی بې بدیله نعمت دی او له هغه پرته د انسانانو، حیواناتو او نباتاتو ژوند، د هېوادونو اقتصادي وده او پراختیا امکان نه لري.

د اسلام مبارک دین د یوې اسلامي ټولنې په توګه موږ ته له اوبو سره د سم چلند په اړه دیني مکلفیت راجع کوي او له بل لوري له نړۍ سره د سیالۍ، اقتصادي ودې او د راتلونکو نسلونو د حقونو خوندي کولو لپاره د اوبو پایښت لرونکی او مسلکي مدیریت ډېر اړین او ستر ملي مکلفیت ګڼل کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ که څه هم اوبه نوې کېدونکې طبیعي سرچینه ده، خو بیا هم په اوسنۍ نړۍ کې د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاوو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي.

دې ناورین د هېوادونو پر خپل منځي او نړیوالو سیاسي او اقتصادي اړیکو هم منفي اغېزه کړې ده.

نوموړي وویل؛ افغانستان د اوبو پراخې طبیعي سرچینې او زېرمې لري، خو له بده مرغه د هېواد په معاصر تاریخ کې له دغه ستر نعمت سره د بېلابېلو عواملو له امله مسلکي او ملي چلند نه دی شوی، نو په دې بنسټ اوس زموږ او ستاسې ګډ مسولیت دی چې له هرې ممکنې لارې او امکاناتو څخه په استفادې د اوبو د غوره مدیریت لپاره اساسي ګامونه واخلو.

په همدې موخه د خپل حق له اوبو د ښې استفادې او مدیریت په موخه د افغانستان اسلامي امارت خپلې هڅې کوي چې یوه بېلګه یې د قوش تېپې کانال کیندل او د ځینو نورو بندونو تړل او رغول دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په پای کې د اوبو د غوره مدیریت په برخه کې نننی کنفرانس او دلته د پوهنتونونو د استادانو او اوبو برخې متخصصینو له لوري د څېړنیزو مقالو او تجربو شریکول مهم وبلل او هغوی ته یې د لا زیاتو او دقیقو څېړنو ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د اوبو نړیوال څېړنیز کنفرانس د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون له لوري په هېواد کې د اوبو غوره مدیریت، تر ځمکې لاندې اوبو سرچینو د تغذیې، د اوبو د سالمې استفادې او ککړتیا د مخنیوي په موخه د درېیو ورځو لپاره جوړ شوی دی.

یاد کنفرانس ته د امارتي ادارو یو شمېر مسولین، د بهرنیو معتبرو پوهنتونونو استادان، د نړیوالو سازمانونو استازي او د اوبو مدیریت برخې کورني او نړیوال څېړونکي او متخصصین رابلل شوي چې ۱۳۵ څېړنیزې مقالې به پکې شریکې شي.