د ملي پراختیا شرکت مسولین وايي، پام کې لري چې د قوش تیپې کانال شاوخوا سیمو څخه د ښه ګټې اخیستنې په پار د نیالګیو چمتو کولو مرکز جوړ کړي.
ورته مهال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولین وايي، دغه وزارت هڅه کوي چې د قوش تیپې کانال د شاوخوا سیمو زرغونتیا په موخه د هېوادوالو په مرسته د سینځلو نیالګي راټول او د قوش تیپې کانال ته يي ولېږدوي.
د یادونې ده، چې د قوش تیپې کانال د افغانستان په شمال کې د اوبو د لېږد یوه ستره ملي پروژه ده، چې د امو سیند اوبه د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ څخه را اخلي او د فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ ته یې رسوي.