کندهار کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد په مشرۍ د امنیتي او تصفیوي کمېسیون غونډه شوې.
د کندهار ولایت مقام رسنیز دفتر وایي، چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر، د کندهار والي ملا محمد شیرین اخوند، د کندهار امنیه قومندان مولوي عبدالاحد طالب او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.
غونډه کې د تصفیوي چارو د لا ښه تنظیم، امنیتي وضعیت، نشهيي توکو د قاچاق مخنیوي، له جرمونو سره مبارزه او د سرحدونو د ساتنې په اړه خبرې شوې دي.