ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۹ فلسطینیان شهیدان شوي

رويټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې د غزې پر شمالي ښار بیت لاهیا د اسرائیلو په هوایي برید کې د درېیو سیمه‌ییزو خبریالانو په ګډون لږ تر لږه ۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه برید داسې مهال کېږي، چې په قاهره کې د حماس او اسرائیلو تر منځ د اوربند خبرې روانې دي او لا هم دغه کړکېچ ته د حل لاره نه ده موندل شوې.

حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلي رژیم د جنوري په میاشت کې د اوربند هوکړه وکړه.

د غزې د اوربند لومړي پړاو له پای ته رسېدو وروسته مذاکره کوونکي هڅه کوي، چې یوه حللاره پیدا کړي، خو ترې دې مهاله کوم پرمختګ نه دی شوی.

صهیونیستي رژیم د اوربند هوکړې، چې ۱۵ میاشتنۍ جګړې ته یې د پای ټکی کېښود، په نادیده نیولو سره غزه کې څه باندې دوه میلیونه اوسېدونکو ته بشري مرستې ځنډولې دي. سربېره پر دې اسرائیلو پر غزه برېښنا هم پرې کړې ده.

اسرائیلي رژیم غواړي چې د اوربند لومړی پړاو وغځوي، حال دا چې حماس بیا دویم پړاو ته د ننوتو غوښتنه کوي او له پیله دواړو لوریو په همدې هوکړه کړې وه.

صهیونیستي یرغلګرو د غزې په ۱۵ میاشتنۍ جکړه کې ګڼ فلسطینیان شهیدان، ټپیان او بې ځایه کړل او د غزې ډېری برخه یې ویجاړه کړه.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له پيل راهیسې ۴۸ زره او ۵۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۱ زره او ۹۸۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې د دولتي رسنیو مرکز بیا د شهیدانو شمېر له ۶۱ زره او ۷۰۰ ډېر اټکل کړی او ویلي یې دي، داسې انګېرل کېږي چې تر ویجاړیو او خاورو لاندې ورک زرګونه فلسطینیان هم شهیدان دي.