د لرغون پوهنې کمېټي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په مشري ناسته وکړه. په دې ناسته کې د هېواد پر یو لړ فرهنګي او لرغونو موضوعاتو بحث وشو.
په دې غونډه کې لومړی د کندهار په مرکز کې د سرې میاشتې ټولنې د ملکیت اړوند د تاریخي ودانۍ پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی؛ د باستان شناسي، تاریخي ابداتو او د ښار او کورجوړونې وزارت د لرغونو ښارونو د ریاست مشترکې ترسره شوې ارزونې او مدارک غونډې ته وړاندې شوي او د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې په مشخصو مواردو غور شوی دی.
همدارنګه د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې د لاس په لاس بابا زیارت او ورسره موجودې تاریخي ابدې تر څنګ د مخابراتي شبکو لخوا د جوړو شویو تاسیساتو او نصب شویو پایو د ضررونو او زیانونو د مخنیوي په اړه هم خبرې شوې او اړوند مرجع ته اړینې سپارښتنې شوې دي.
سربېره پر دې د باستان شناسي د رییس له لوري د ګردیز بالاحصار د وضعیت په اړه، چې نوموړي په لنډو ورځو کې ترې لیدنه کړې وه، معلومات وړاندې شوي او په مشخص ډول د بالاحصار په داخل کې د یو لړ ودانیزو چارو د پیل په اړه، چې جوړول یې د ګردیز بالاحصار تاریخي قدامت تر پوښتنې لاندي راولي، مفصلې خبري شوې او پریکړه شوې، چې یاده موضوع به له اړوند مراجعو سره له نیږدي شریکه شي.
په همدې ډول د هرات جامع مسجد او د مزار شریف د روضې مبارکې د شاوخوا برخو د تاریخي اصالت او نما د ساتنې په پار هم رغنده خبرې شوې دي.