ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت  وایي؛ ۷۰۰ تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معنیت اړوند د عبدالله بن مسعود د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عسکرانو ښوونځۍ د لسمې دورې له درې میاشتنیو پوځي فکرې او عقیدتي زده کړو څخه وروسته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، د هېواد علمي شخصیت شيخ نجیب الله منیب، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي، د ښوونې روزنې او دوکتورینو رییس شیخ داد محمد محمدي، د عقیدتي، کلتوري او امر بالمعروف رییس مولوي سید اغا ابو مقبول عاکف، د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله مدني ګڼ شمېر مسولینو، علماوو او مشرانو ګډون کړی وو.

قاري محمد فیصح الدین فطرت یادو مراسمو کې د وینا پر مهال د اسلامي ملي اردو په پوځی زده کړو ټینګار کړی.

نوموړي ویلي؛ هڅه کوو چې مجاهدین د پوځي او فکري زده کړو سربېره په پرمختللو وسلو او مجهزو پوځي تجهیزاتو سمبال کړو، خو د اسلامي اردو جوړول او تعلیمات له ګاونډيو او نورو هېوادونو سره د جنګ لپاره نه دي بلکې د خپل هېواد د سرحداتو او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره ده.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز زیاته کړې؛ مونږ له ګاونډيو هېوادونو او نړیوالو سره د زور او جنګ اراده نه لرو او د خبرو او مصالحي له لارې له ټولو سره تعامل غواړو، خو که څوک د زور او زیاتي هڅه وکړي داسې ځواب به ورکړو لکه درېیو نورو ابر قدرتونو ته مو چې مخکې ورکړی دی.

همدا راز مسولینو ویلي؛ زموږ او ستاسو نیت به د اعلا کلیمة الله لپاره وي، د هېواد په دفاع او ساتنه کې ځان دریغ نه کړئ، تاسو باید خپل قوت او عزمت برحاله وساتۍ، د بیت المال په ساتنه کې کوشش وکړئ، د ملت سره ښه سلوک وکړئ او اعتماد یې ترلاسه کړئ.

د یادونې وړ ده، چې فارغ شويو ۷۰۰ تنو مجاهدینو ته د مجربو او متدینو استادانو له لوري شرعي زده کړې، نبوي سیرت، بدني روزنه، غرختنه، پوځي تکتیکونه، چیک پاینټ، سپکو او درنو وسلو کارول، حقوق، سواد زده کړه، جمع نظام او صحیه برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.