ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هرات نګارستان ګټې اخستنې ته وسپارل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست اړوند نګارستان د ياد رياست د ریيس مولوي احمدالله متقي، کابل کې د ترکيې د سفير جنک اونال، په هرات کې د ترکيې کونسل، د ټيکا د دفتر ریيس عرفات دنیز، فرهنګيانو، لیکوالانو او خطاطانو په شتون کې پرانېستل شو.

 مولوي احمدالله متقي هرات ولايت کې د ترکيې هېواد له لوري د فرهنګي هڅو له ترسره کولو څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، دې ولايت کې د تيکا دفتر او ترکيې هېواد له لوري ترسره شوي کارونه د ستاينې وړ دي.

 کابل کې د ترکيې سفير د نګارستان د پرانستې ترڅنګ د عامه کتابتون له بېلابېلو برخو، د خوش نویسانو له ټولنې او د علامه صلاح الدين سلجوقي له تالار څخه هم ليدنه کړې.

 جنک اونال ویلي؛ ترکيې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې پراختیايي او رغنيزې پروژې ترسره کړې دي، چې اصلي تمرکز يې د هرات لرغوني ولايت د تاريخي آبدو بيا رغونه او فرهنګي پروژې دي.

 د ټيکا دفتر ریيس ویلي؛ په تېرو درېيو میاشتو کې د دې دفتر له لوري په لويديځه حوزه کې ۱۵ بېلابېلې پروژې تکميل او ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

 د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د ټيکا دفتر له لوري په هرات کې د عامه کتابتون، د هرات ادبي ټولنې، د خطاطانو ټولنې او علامه صلاح الدين سلجوقي تالار چارې ترسره شوې وې.