د اوبو او انرژي وزارت وایي؛ د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رییس سید فضل احد هاشمي د یاد ولایت د یخ جوړولو کارخونو له مسولینو سره لیدنه کړې.
په لیدنه کې له پاکستان څخه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د څښاک یخو اوبو برابرولو سیسټم په اړه خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د دې لیدنې په پایله کې د یخو کارخونو مسولینو ژمنه کړې، چې هره ورځ به له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو د څښاک اوبو ستونزې د هوارولو په موخه شاوخوا ۴۰۰ د یخ تختې او د اوبو ذخیره کولو بیلرونه د تورخم ښارګوټي ته ولېږدوي.
همدارنګه د ننګرهار ولایت د اوبو او انرژي رییس سید فضل احد هاشمي د راستونو شویو افغان کډوالو ستونزې هم له نږدې اوریدلې دي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان څخه د راستنو شویو افغان کډوالو له پنډغالي څخه لیدنه کړې وه او د هغوی ستونزې یې له نږدې اورېدلي او اړوندو مسولینو ته یې د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه اړینې لارښوونې کړې وې.