ټولګټو وزارت وایي؛ په تېره یوه اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د حمل مياشتي له ۱۵ نيټې څخه د حمل تر ۲۱مې) نېټې پورې د د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې له لارې ۷۶ زره او ۷۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي؛ د حیرتان بندر له لارې ۶۱ زره او۲۴۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې (دوه زره او ۶۸۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې لس زره او ۳۵۶ ټنه او د خواف –هرات یو زر او ۷۹۹ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۷۶ زره او ۷۶ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، چې په تیرو یوه اوونۍ کې ۱۳ زره۴۴۰ ټنه ټرانزيټ او صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه میوه، د انار جوس، کینو او کچالو دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.