ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت کډوالو لپاره د خدماتو په برابرولو کې له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي د یاد ولایت د عمومي وضعیت او محلي حکومتولۍ په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال ویلي، په هلمند ولایت کې مجاهدین او محلي مسولین خلکو ته د خدماتو او د هغوی د ستونزو د حل دوامدارې هڅې کوي.

د هلمند والي همدارنګه د یاد ولایت له لارې له پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو ستونزو رسېدنې ته په اشارې ویلي، د دې ولایت ټول مسولین کډوالو ته د خدماتو او سرپناه برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او شپه او ورځ هغوی ته د خدماتو رسولو کوښښ کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هلمند ولایت د محلي مسولینو د کړنو او فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ ویلي، د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه او هغوی ته د هوساینې برابرول د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او لازمه ده چې 

مسولین په دې برخه کې زیات کوښښ وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ هغو کډوالو ته د خدماتو برابرول چې په زور له ګاونډیو هېوادونو څخه رااېستل کېږي، د هغوی د ستونزو حل د ټولو مسولینو او هېوادوالو ایماني او انساني دنده ده او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته د سرپناه، انتقال او نورو خدماتو په برابرولو کې له ټولو شته امکاناتو ګټه اخلي.