ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې ناستې ته ورته لویه غونډه جوړوي

د ریاست الوزرا د کفیل او سیاسي معاونیت د دفتر رییس مولوي ذاکر افغانستان کې د یوناما د سیاسي برخې له مشر سکاټ سميت سره لیدلي.

دې لیدنه کې ښاغلي سمیت مولوي ذاکر ته د نیویارک، بروکسل او دوحې د تېرو ناستو په اړه معلومات ورکړي.
ښاغلي سمیت ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي غواړي د ۲۰۲۳ کال له پای ته رسېدو مخکې د دوحې ناستې ته ورته یوه لویه غونډه جوړه او د اسلامي امارت مشرانو ته هم پکې د ګډون بلنه ورکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په تېرو ناستو کې د افغانستان پر شویو پرمختګونو بحث شوی او له اداري فساد او د نشه‌يي توکو له کښت، تولید او قاچاق سره شوې مبارزه ستایل شوې ده.
هغه له افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې افغانستان کې امنیت تامین او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره په ګټورو پروژو کار پیل شوی.
ښاغلي سمیت د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تفاهم پر پیدا کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې یوناما د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تفاهم رامنځته کېدو او واټن کمېدو لپاره هڅې کوي او افغانستان کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
د ریاست الوزرا د کفیل اوسیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر د یوناما او له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره افغانستان کې مثبت بدلونونه راغلي، نشه يي توکي له منځه وړل شوی، اداري فساد صفر شوی، ټول افغانستان کې امنیت تامین او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساسي کار پیل شوي دي.
ښاغلي ذاکر ویلي، اسلامي امارت له نړیوالو سره د تفاهم او تعامل غوښتونکی دی او د خبرو اترو دروازه یې پرانستې ده.
نوموړي ویلي، چې د افغانستان پر بانکي سیستم دې شته محدودیتونه ختم کړي او نړیوال دې په افغانستان کې د پخوانیو نیمګړو پروژو د بشپړېدو ترڅنګ د پراختیايي او بنسټيزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.