ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزیر د اوزبیکستان د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له لابراتوار څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، چې د یوه لوړپوړي امارتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی، د یاد هېواد د بخارا ښار د خاورې پېژندنې له تحلیلي لابراتوار څخه یې لیدنه کړې.

یاد لابراتوار د اوزبیکستان د کرنیزو خاورو د څېړنې او تحلیل لپاره کارول کېږي او هم‌مهاله د محصلینو لپاره د عملي زده کړو زمینه هم برابروي.

مولوي عطاالله عمري د دغه مرکز له مسولینو د بلنې او همکاریو مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خاورې پېژندنې په برخه کې د تجربو شریکولو او تخنیکي همکاریو غوښتنه کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې باید د افغانستان د کرنې وزارت د خاورې پېژندنې لابراتوارونو کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي.

د کرنې وزیر له یاد مرکز څخه غوښتي، چې افغان کارکوونکو ته اوزبیکستان، په ځانګړي ډول د بخارا ښار ته د تګ زمینه برابره کړي، ترڅو د دغه لابراتوار له عصري وسایلو، امکاناتو او معاصر علم څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې پر کرنیزو خاورو څېړنې روانې دي، خو د اوسنیو اړتیاوو له مخې، اړینه ده چې د افغانستان د خاورې پېژندنې لابراتوارونه له پرمختللو وسایلو او عصري امکاناتو سره مجهز شي، ترڅو د خاورې تحلیلونه په دقیقه او هر اړخیزه توګه ترسره شي.