ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قرغیزستاني پانګوالو د افغانستان د کرنې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د قرغزستان د “بای دهقان” شرکت له رییس ارلیست آکونبکوف «Erlist Akunbekov» سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ویلي، چې موږ د بهرنیو پانګه‌والو پانګونې ته په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې چمتو یو او ملاتړ یې کوو او له هر هغه هېواد څخه چې غواړي پانګونه وکړي، ترې هرکلی کوو.

ارلیست آکونبکوف هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د “بای دهقان” شرکت فعالیتونه، لکه د واکسین، کیمیاوي سرو، اصلاح‌شویو کرنیزو تخمونو تولید او د کرنیزو ماشینونو واردات یاد کړي او ویلي یې دي، چې زموږ شرکت د دولت او بزګرانو ترمنځ د اړیکو پل دی، او موږ په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه لټوو.

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت رهبري غواړي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو په هڅونه او جذب سره، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره نور فرصتونه رامنځته کړي.