د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د اېم، جي، اې، اېم-اېم، سي، سي چینایي شرکت له مسول ښاغلي سونګ سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د باغدرې بند د تخنیکي مطالعاتو د پرمختګ او چټکتیا د لارو چارو په هکله بحث او خبرې کړې دي.
دوی د یادې پروژې د تخنیکي مطالعاتو د عملي کولو په پیل باندې خوښي ښودلې او د وروستيو کړنو د ترسره کولو لپاره یې د هغه د چټکتیا پر اهمیت ټینګار کړی.
د اوبو او انرژي وزیر د یاد بند د مطالعاتي چارو د پرمخ وړلو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د اړینو همکاريو ډاډ ورکړی.
د دې شرکت مسول هم د اوبو او انرژي وزارت د ملاتړ په ستایلو سره د دغه وزارت په اړوندو پروژو کې د خپلې پانګونې د پراخولو لپاره ژمنه کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزیر څه موده وړاندې د کاپیسا ولایت د باغدرې بند سیمې ته د یو سفر په ترڅ کې د دغه بند د تخنیکي مطالعاتو بهیر له نږدې څخه وارزاوه او د هغه پلي کول یې په هېواد کې د انرژي د پراختیا په برخه کې یو ارزښتمن ګام وباله.