د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ له وزیر جام کمال خان سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان په ملګرتیا، ورورولۍ او د دواړو هېوادونو د اوږد مهاله تاریخي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا ټینګار شوی.
د دغه وزارت په وینا، دې کتنه کې دواړو لوریو د «اپټا» هوکړې پر غځیدو، پر ترانزیټي اسانتیاوو او د سوداګریزو توکو د قاچاق پر مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو، د تورخم بندر په ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې پر دوه اړخیزه سوداګرۍ، د دواړو هېوادونو په خاوره کې د بار وړونکو موټرو پر تګ – راتګ، د بندرونو د تنظیم لپاره په یوه جامع میکانیزم او د کډوالو پر موضوع خبرې کړې.
ورته مهال، د پاکستان له لوري د ګډې کمیټې جوړول او د دې کمیټې له لوري د دوامدارو ناستو په جوړولو سره د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو ستونزو حل د دې ناستې د بحث مهم موضوعات وو.